د ایټالیا ولسمشر سرجیو ماتارېلا او لومړۍ وزیرې جورجیا مېلوني د یکشنبې په ورځ [مې ۱۷مه] په روغتون کې د هغو کسانو پوښتنه کړې چې تېره ورځ د یوه موټر چلوونکي لخوا ټپیان شوي دي.د اېټالیا په شمال کې یوه سړي خپل موټر پر عامو خلکو خېژولی چې په پایله کې یې اته کسان ټپیان شوي دي.اېټالوي چارواکي وايي چې پېښه د موډینا په ښار کې شوې او په ټپیانو کې د څلورو تنو روغتیايي وضعیت نازک دی.د اېټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا مېلوني د شنبې په ورځ [مې ۱۶مه] په خپلې اېکس پاڼې کې یو پیغام خپور کړی او د ټپیانو سره یي خواخوږي ښودلې ده. جورجیا مېلوني لیکلي هغه څه چې په موډینا کې وشول "خورا جدي دي."مېرمن مېلوني د عامو خلکو او پولیسو څخه مننه کړې چې موټر چلوونکی یې درولی او نیولی دی.د موډینا ښاروال ماسیمو میزیټي د رای نیوز ۲۴ ټلوېزیوني شبکې ته ویلي چې موټر چلوونکی ۳۰ کاله عمري لري او اېټالوی الاصله افریقایی دی.د ښاروال په وینا موټر چلونکي د یو ډوکان له کړکۍ سره د موټر له لګېدو وروسته، د پېښې له ساحې څخه د تېښتې هڅه وکړه.پولیس د شپې تر ناخوخته پورې د پېښې په ځای کې موجود وو او لیدل کېدل چې په اغېزمن شوي دوکان کې له یوه کس سره خبرې کوي.موټر چلوونکي د خلکو لخوا د درول کېدو په وخت کې پر یوه کس په چاقو برید وکړ او هغه یې ټپي کړ. موټر چلوونکی وروسته د پولیسو له خوا ونیول شو.د موډینا ښاروال رسنیو ته ویلي چې له ټپيانو څخه د څلورو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی او دوه تنه د هلیکوپټر په واسطه د موډینا څخه شاوخوا ۴۰ کیلومتره لېرې بولونیا روغتون ته لېږدول شوي دي.