د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ تایید کړه چې د لبنان په اړه د اسرائیل د روانو پوځي عملیاتو له امله یې د ټیلیفوني خبرو پر مهال د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته د "لیوني" خطاب کړی و.هغه زیاته کړه چې هغه له دې وضعیت څخه "یو څه ناراضه" شوی و.ټرمپ دا څرګندونې د "پوډ فورس ون" (Pod Force One) په نوم خپرونه کې وکړې. هغه وویل: "په یوه وخت کې مې ورته وویل، 'بیبي، موږ باید دا ودروو. موږ باید دا جګړه ودروو.'" ټرمپ زیاته کړه چې له نتنیاهو سره یې اړیکې ډېرې ښې دي.سره له دې، د چهارشنبې په ورځ نښتو دوام درلود. د اسرائیل پوځ وویل چې د حزب الله له خوا پر اسرائیل توغول شوي دوه راکټونه یې شنډ کړي دي. بل لور ته، د لبنان امنیتي سرچینو راپور ورکړی چې اسرائیلي بېپیلوټه الوتکو د لبنان په جنوب او همدارنګه په بیروت کې پر یوه موټر بریدونه کړي دي.دغه بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې ترسره شول چې اسرائیل او لبنان په واشنګټن کې د امریکا په منځګړیتوب د خبرو اترو څلورم پړاو ترسره کړ. همدارنګه، دا بریدونه د هغه جزوي توافق وروسته شوي چې ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ اعلان کړی و.د دغه توافق له مخې، اسرائیل موافقه کړې وه چې د بیروت پر جنوبي سیمو به بریدونه دروي او حزب الله به هم پر اسرائیل د پولې هاخوا بریدونه بندوي.په واشنګټن کې د لبنان سفارت د دغه توافق پخلی کړی، خو ویلي یې دي چې دا د شخړې د بشپړ پای ته رسېدو معنا نه لري.د اسرائیل دفاع وزیر اسرائیل کاتز د سهشنبې په ورځ ویلي وو چې که د اسرائیل شمالي سیمې تر برید لاندې راشي، نو اسرائیل به د بیروت پر جنوبي سیمو بریدونه وکړي.د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې د مارچ له دویمې نېټې راهیسې د جګړې له پیل وروسته نږدې ۳۵۰۰ کسان وژل شوي او له ۱ اعشاریه ۶ میلیونو څخه ډېر خلک بېځایه شوي دي. خو وزارت نه دي ویلي چې په وژل شویو کسانو کې څومره جنګیالي او څومره ملکي وګړي شامل دي.اسرائیل وايي چې د مارچ له دویمې نېټې راهیسې د حزب الله په بریدونو کې ۲۶ اسرائیلي سرتېري او څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.
ولسمشر ټرمپ: د لبنان د جګړې په اړه مې نتنیاهو ته د 'لیوني' خطاب وکړ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ تایید کړه چې د لبنان په اړه د اسرائیل د روانو پوځي عملیاتو له امله یې د ټیلیفوني خبرو پر مهال د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته د "لیوني" خطاب کړی و.












