د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کالیفورنیا ایالت د سان ډیاګو ښار په یو جومات کې ډزې "یوه ډېره بده پېښه" بللې او ویلي چې ده ته لومړني معلومات رسیدلي خو د نورو جزیاتو ترلاسه کولو ته په تمه دی.ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبریالانو ته وویل: «دا یوه ډېره ناوړه پېښه ده. ما ته ځېنې لومړني معلومات راکړل شوي، خو موږ به بېرته ورشو او دې ته به قوي کتنه وکړو.»پولیس وايي چې په وسلو سمبالو دوو تنکیو ځوانانو د دوشنبې په ورځ [مې ۱۸مه] د کالیفورنیا په سان ډیاګو کې دننه په یو اسلامي مرکز کې ډزې کړې دي چې له امله یي یو امنیتي ساتونکی او دوه نور کسان وژل شوي دي.پولیسو ویلي چې د بریدګرو مړي هم موندلي او ښايي دوي په ځان ډزې کړې وي او د ټپونو له کبله یې ساه ورکړې ده. د سن ډیاګو د پولیسو مشر ویلي د اسلامي مرکز د مدرسې زده کوونکي شمېرل شوي او په خوندي توګه د پېښې له سیمې څخه اېستل شوي دي.د سن ډیاګو ښار د پولیسو مشر سکاټ وال وویل: «نور هېڅ ګواښ نشته. په دې پېښه کې دواړه مشکوک کسان مړه شوي دي. ټول ماشومان روغ رمټ دي.»د سان ډیاګو د اسلامي مرکز امام طه حسن په جومات کې له ډزو وروسته، د کرکې او نه زغم "بې سارې" کچه غندلې او له امریکایانو یې غوښتي چې یووالي او خواخوږي وساتي.د اسلامي مرکز رئیس او امام طه حسن وايي: «زموږ خلک په ویر کې دي. دا هغه څه دي چې موږ یې هیڅکله د پېښېدو تمه نه درلوده. خو په ورته وخت کې، له بده مرغه زموږ په ملت کې مذهبي عدم تحمل او کرکه بې ساري دي.»د سان ډیاګو پولیسو ویلي چې د یو مشکوک بریدګر مور د پېښې نه څو ساعته مخکې چارواکو ته خبرداری ورکړی و چې زوی یې د ځانوژنې اراده او د ګڼو وسلو او موټر سره لادرکه دی.د سن ډیاګو د پولیسو مشر ویلي چې ځايي پولیس او د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اف بيای) په اسلامي مرکز د برید اړه څېړنې پیل کړې دي او دا د کرکې زېږنده جرم بولي.لدې سره سره، چارواکو تر اوسه پورې د دې وسله وال برید دقیقه انګېزه یا لامل په ډاګه نه دی کړی.