د اوکراین چارواکو د سې‌شنبې په ورځ وویل چې د روسیې په بریدونو کې، چې په سلګونو ډرونونه پکې کارول شوي، لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او څه باندې ۱۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي وویل چې پلازمېنه کییف باندې تر ټولو سختو بریدونه شوي، او د روسیې بریدونو د استوګنې لسګونه ودانۍ په نښه کړې دي.روسیې تر دې مخکې خبرداری ورکړی و چې په روسیه کې دننه د اوکراین د ډرون بریدونو په ځواب کې به پر کییف بریدونه وکړي. روسي چارواکو دغه بریدونه “ترهګریز بریدونه” بللي دي.د روسیې پوځ د سې‌شنبې په ورځ وویل چې د دوی بریدونه د اوکراین د دفاعي صنعت پر تاسیساتو متمرکز وو.زېلېنسکي وویل چې روسي ځواکونو په دغو بریدونو کې څه باندې ۶۰۰ ډرونونه او ۷۰ توغندي کارولي، او د ډنیپرو ښار هم پکې په نښه شوی و.هغه وویل، اوکراین “د خپلو متحدینو پر ملاتړ حساب کوي” او د خپل هوايي دفاعي سیستم لپاره یې د مرستې غوښتنه وکړه.زېلېنسکي وویل: “اروپا د خپل بالېسټیک ضد دفاعي سیستم ته اړتیا لري، څو دا جګړه بالاخره پای ته ورسېږي. همدارنګه، د پاتریوت دفاعي سیستمونو لپاره د توغندیو په برابرولو کې د متحدو ایالتونو مرسته بېخي اړینه ده.”روسیې د سې‌شنبې په ورځ یو ځل بیا له اوکراین وغوښتل چې د هېواد په ختیځه برخه کې د دونېڅک سیمې ځینې برخې پرېږدي. اوکراین بیا بیا دغه غوښتنې رد کړې دي.د روسیې پوځ وویل چې د سې‌شنبې په ورځ یې د اوکراین ۱۴۸ ډرونونه شنډ کړي دي. د روسیې د (کراس نودار) په جنوبي سیمه کې چارواکو ویلي چې د اوکراین د برید له امله د تېلو په یوه تصفیه‌خانې کې اور لګېدلی دی.دغه جګړه د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له پراخ یرغل سره پیل شوه.