چارواکي وايي چې د یکشنبې په ورځ (مې ۲۴مه) د بلوچستان په کوټه کې پر یوه ریل ګاډي چې د پاکستان امنیتي مامورین او د هغوي کورنۍ یې لېږدولې، بمي چاودنه شوې ده.د 'بلوڅو ازادي غوښتونکي غورځنګ' چې یوه بېلتون غوښتونکې ډله بلل کېږي، د یوې اعلامیې په خپرولو سره د برید مسؤلیت منلی او ادعا یې کړې چې دا یو ځانمرګی برید و.رویترز خبري اژانس د دریو ولایتي او امنیتي چارواکو په حواله چې نومونه یې ښودلي نه دي، خبر ورکړی په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او شاوخوا ۷۰ نور ټپیان دي.د پېښې یو عیني شاهد، محمد خان وویل چې کله چاودنه وشوه نو دی د ریل ګاډي له پټلۍ څخه یوازې څو ګامه لېرې و او باور نشي کولی چې څنګه لدې پېښې روغ رمټ راوتلی دی.بلوچستان کې چې د کانونو د درلودلو له کبله یوه بډایه سیمه بلل کېږي او له ایران او افغانستان سره پوله لري، ډېر وختونه پر ریل ګاډو، امنیتي ځواکونو او نورو زیربناوو بریدونه کېږي. پاکستان په دې ځای کې د مرګونو بریدونو نه وروسته، د وسله والو پر ضد پوځي عملیات پیل کړي دي.د بلوچستان اعلي وزیر سرفراز بګټي په خپلې اېکس پاڼې د کوټې په چمن پاټک سیمه کې برید غندلی او لیکلي چې"د فتنه الهندوستان ترهګر د بې ګناه ملکي وګړو، ښځو او ماشومانو په نښه کولو سره خپل وحشت ثابتوي." پاکستاني چارواکي بلوڅو بېلتون غوښتونکو ته د "فتنه الهندوستان" اصطلاح کاروي.د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په اېکس پاڼې کې د یو پیغام په خپرولو سره برید غندلی او دا یې یوه "فجیعه بمي چاودنه" بللې ده. شریف د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي چې ملت د بلوچستان له خلکو سره ولاړ دی.