د امریکا د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت د کیوبا پخوانی دیکتاتور راول کاسترو او د هغه څو ملګري په ۱۹۹۶ کال کې د دریو امریکايي اتباعو او یوه امریکايي اوسیدونکي په وژنه کې په لاس لرلو تورن کړي دي.سرپرست لوی څارنوال ټاډ بلانچ دا اعلان د چهارشنبې په ورځ [مې ۲۱مه] په میامي کې د هغو کسانو په یاد غونډه کې وکړ چې د کیوبا په برید کې وژل شوي وو.بلانچ وویل د پخواني دیکتاتور راول کاسترو او د هغه د پنځو مرستیالانو تورنول ښیي چې امریکا د ۱۹۵۹ کال راهیسې کله چې دا رژیم واک ته رسېدلی، د لومړي ځل لپاره د کیوبا د رژیم پر لوړپوړو مشرانو د هغو تاوتریخجو عملونو له امله تورونه لګولي چې د امریکایانو د مړینې لامل شوي دي.بلانچ زیاته کړه: "هېوادونو او د هغوی مشرانو ته اجازه نه شي ورکول کېدای چې امریکایان په نښه کړي، وېي وژني او له حساب-کتاب سره مخ نه شي."په همدې حال کې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د عدلیې وزارت لخوا د کاسترو او د هغه د یو شمېر ملګرو د تورن کېدو وروسته، د کیوبا پر وضعیت د خبریالانو سره غږېدلی دی. ولسمشر ټرمپ وویل چې متحده ایالتونه "کیوبا ازادوي" خو ویې نه ویل چې راتلونکي اقدامات به څه وي.له ولسمشر ټرمپ نه پوښتنه وشوه چې آیا د کیوبا سره کړکېچ زیاتېږي؟ ده په ځواب کې وویل چې "نه، کوم کړکېچ به رامنځته نشي. زما په اند د دې اړتیا نشته. وګورئ". ولسمشر زیاته کړه چې کیوبا "ټوټه کیږي. ګډوډي ده، او دوی یو ډول خپل کنټرول له لاسه ورکړی دی".د محکمې اسناد ښیي چې تېره میاشت په میامي کې یو لوی منصفه پلاوي د تورونو پاڼې تائید کړې چې په ترڅ کې یې کاسترو د امریکايي اتباعو د وژلو، قتل او د الوتکو د ویجاړولو لپاره د دسیسې په جوړولو تورن شوی دی. د کیوبا پنځه نور چارواکي هم پدې قضیه کې ښکېل بلل شوي دي.د ۱۹۹۶ کال د فبروري د ۲۴مې په پېښه کې، د کیوبا یوې جنګي الوتکې دوه ملکي الوتکې راوغورځولې چې درې امریکايي اتباع او یو د امریکا اوسیدونکی په کې سپاره وو. دوي د فلوریډا په تنګیو کې په کښتیو کې له رژیم څخه د تښتیدونکو کیوبایانو سره د مرستې لپاره په نړیوالې هوایي فضا کې یو بشردوستانه ماموریت ترسره کاوه.راول کاسترو چې د ۲۰۱۱ کال نه تر ۲۰۲۱ کاله پورې د کیوبا رهبري وکړه، په هغه وخت کې د کیوبا د دفاع وزیر و.د کیوبا ولسمشر میګل ډیاز کانیل چې په ۲۰۲۱ کې د کاسترو ځای ناستی شو، د لګیدلو تورونو په اړه په ایکس پاڼې کې لیکلي چې دا د امریکا یو سیاسي چل ول دی چې موخه یې پر کیوبا د احتمالي پوځي برید ننګه ده.د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چهارشنبې په ورځ د کیوبا د خپلواکۍ ورځې په مناسبت په هسپانوۍ ژبې یو پیغام خپور کړ او د کیوبا له خلکو سره يي د امریکا د ملاتړ ژمنه تازه کړه.روبیو د کیوبا ولس ته وویل: "اوسمهال، د یوې غوره راتلونکې په لاره کې یوازینی خنډ هغه کسان دي چې ستاسو پر هېواد واکمن دي".روبیو وویل چې متحده ایالتونه د کیوبا خلکو ته د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت خوراکي توکي او درمل په دې شرط استوي چې دا مرستې د کوبا د رژیم له خوا د غلا کیدو پر ځای، د کاتولیکو کلیساوو یا نورو باوري خیریه ډلو له خوا وویشل شي.
ټرمپ: کیوبا 'ګډوډه' ده او له کنټروله وتلې
د امریکا د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت د کیوبا پخوانی دیکتاتور راول کاسترو او د هغه څو ملګري په ۱۹۹۶ کال کې د دریو امریکايي اتباعو او یوه امریکايي اوسیدونکي په وژنه کې په لاس لرلو تورن کړي دي.






