د روغتیا نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ د مې په (٢٠) وویل چې د ایبولا ۶۰۰ شکمنې پېښې او ۳۹ شکمنې مړینې ثبت شوي.دغه سازمان وايي، په کانګو او یوګانډا کې ددې ویروس د خپرېدو د زیاتوالي امکان شته."زه د وبا په دی کچه د چټک خپریدو په اړه ډیر اندیښمن یم ,د تائید شویو قضیو سربېره، له ۵۰۰ څخه زیات مشکوکې پېښې او ۱۳٩ مشکوکې مړینې شته. دا شمېرې به د ساحوی عملیاتو د پراخېدو سره بدلې شی، چې پکې پراخه او پیاوړې څارنه، د تماس تعقیبول، او لابراتواری ازموینې شاملې دي."چارواکو د ګاونډي روانډا ځینې سرحدي لارې بندې کړي او روغتیايي معاینات یې سخت کړيدي.د ایبولا ویروس چې د تبې، ځان درد او د اسهال سبب گرځي تر اوسه هیڅ تائید شوی واکسین یا درملنه نه لري.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ امریکایانو ته خبرداری ورکړ چې یوګانډا، کانگو، جنوبی سوډان او رواندا ته سفر ونه کړی .د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د مې په (١٧) خبریالانو پوښتنو ته د امریکایانو لپاره د دغه ویروس د خطر په اړه په ځواب کې وویل، یو امریکایی ډاکټر په کانگو کې په ایبولا اخته شوی دی.د روغتیا چارواکی د ایبولا د خپرېدو د مخنیوی لپاره نړیوالې همکارۍ ته هڅونه کوی.امریکا وایي چې تر ۵۰ پورې د درملنې کلینیکونه د یوگندا او کانگو په هغو سیمو کې جوړوي چې د ایبولا څخه اغیزمن دي.
روغتیا نړیوال سازمان: د ایبولا له کبله د مړو شمیر ١٣٩ ته ورسېد
د روغتیا نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ د مې په (٢٠) وویل چې د ایبولا ۶۰۰ شکمنې پېښې او ۳۹ شکمنې مړینې ثبت شوي.














