د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ایبولا د ناروغۍ د مخنیوي لپاره د امریکا مرستې له ۱۶۲ میلیونه ډالرو څخه اوښتې دي، او لا هم زیاتېږي، څو د ناروغۍ په وړاندې د مبارزې لپاره په افریقا کې د مرستندویه ادارو روان اقدامات پراخ کړي.دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، "د امریکا مالي ملاتړ هغه مهم فعالیتونه تمویلوي چې د ناروغۍ د سرچینې په ځای کې د خپرېدو مخه ونیول شي او ډاډ ترلاسه شي چې ایبولا متحدو ایالتونو ته ونه رسېږي. "امریکا د روغتیا د نړیوال سازمان غړې نه ده، او تر اوسه په امریکا کې د ایبولا کومه تایید شوې پېښه نه ده ثبت شوې. د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز (CDC) ویلي، یو امریکایی وګړی چې په کانګو کې د ناروغانو د پالنې پر مهال ښایي ناروغه شوی وي، دا مهال په جرمني کې په ښه روغتیايي وضعیت کې دی.د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وایي، د ایبولا د بنډيبوګیو په نادر ویروس اخته شوي پنځه کسان، چې روغتیايي کارکوونکي هم پکې شامل دي، له ناروغۍ روغ شوي دي. دغې ناروغۍ تر اوسه د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت او یوګانډا کې له ۴۰ څخه د زیاتو کسانو ژوند اخیستی دی.د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مشر ټیدروس ادهانوم غبریوسس د یکشنبې په ورځ د کانګو د ایتوري ولایت مرکز او د ناروغۍ د خپرېدو اصلي سیمه، بونیا ښار ته د سفر پر مهال وویل، "څلور کسان به له روغتون څخه رخصت شي، او یو بل ناروغ دوه ورځې مخکې رخصت شوی و. "د دغه سازمان په وینا، له دغو پنځو روغ شویو کسانو څخه څلور تنه نرسان وو چې په کانګو کې د ناروغانو د پالنې پر مهال په دې ناروغۍ اخته شوي و. پنځم روغ شوی کس د لابراتوار کارکوونکی دی.تېدروس د بونیا په ښار کې د ایبولا د درملنې د نوي مرکز د پرانیستې پر مهال د دغو څلورو نرسانو ستاینه وکړه او ویې ویل، "ستاسو زړورتیا خلکو ته هیله ورکوي، او ستاسو کیسې ښيي چې د دې ناروغۍ مخنیوی کېدای شي. "هغه د دوشنبې په ورځ ایکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي که ناروغان پر وخت روغتیايي خدمات ترلاسه کړي او د نښو له څرګندېدو سره سم درملنې ته مراجعه وکړي، نو د ایبولا ناروغان ان له واکسین او ځانګړو درملو پرته هم ژوندي پاتې کېدای شي.د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، د مې تر ۳۱مې پورې په کانګو او یوګانډا کې د ایبولا ۲۹۱ تایید شوې پېښې ثبت شوې دي، چې لدې ډلې ۴۳ کسان مړه شوي دي.د روغتیا نړیوال سازمان د مې په ۱۷مه نېټه په کانګو کې د ایبولا ناروغي د عامې روغتیا بېړنی حالت اعلان کړی و.
امریکا د ایبولا ناروغۍ د مخنیوي لپاره مرستې زیاتوي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ایبولا د ناروغۍ د مخنیوي لپاره د امریکا مرستې له ۱۶۲ میلیونه ډالرو څخه اوښتې دي، او لا هم زیاتېږي






