د اسرائيل پوځ په قبرس کې هغه کښتۍ درولې چې غوښتل یې په غزې باندې د اسرائیل سمندري محاصره ماته کړه.څه باندې ۵۰ فعالان له ترکیې څخه د غزې د ساحل په لوري خوځېدلي وو چې د اسرائيل پوځ ودرول.د دوی تر درېدو یو ساعت مخکې د اسرائيل د بهرنیو چارو وزارت له دغو فعالانو څخه وغوښتل چې خپل لوری بدل او بېرته وګرځي. دغه وزارت وايي دا کښتۍ ظاهرآ د بشري مرستو رسوونکې ښودل کېږي، خو په خبره یې د بشري مرستو هېڅ څرک په کې نه ښکاري.د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت دا اقدام غندلی او له اسرائیل څخه یې غوښتي دي چې نیول شوي فعالان دې ژر تر ژره پرېږدي او خپله مداخله دې پای ته ورسوي.د اسرائیل پوځ تېره میاشت هم د یونان په ساحل کې دا ډول ۲۰ کښتۍ ودرولې او په کې سپاره ۱۷۵ فعالان یې ونیول. نیول شوي کسان د «صمود نړیوالې ډلې» فعالان ښودل کېږي.اسرائيل له ۲۰۰۷ راهېسې غزه محاصره کړې او دغه تړانکې ته د توکو لېږد رالېږد محدود دی. اسرائیل تېرکال هم ۵۰ کښتۍ، چې د دغې محاصرې د بندولو هڅه یې کوله، ودرولې او ۵۰۰ سپاره یې ونیول.