د اسرائیل او لبنان حکومتونو د سهشنبې په ورځ (جون ۲) د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د سولې د خبرو اترو څلورم پړاو ترسره کړ. دا په داسې حال کې ده چې اسرائيلي ځواکونو د لبنان په جنوب کې د حزب الله پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی.اسرائیل وايي چې دا بریدونه د حزب الله له لوري پر اسرائیل د ترسره شویو حملو په ځواب کې کوي.په واشنګټن کې د اسرائیل سفارت د سهشنبې سهار د درې واړو لورو د غونډې انځورونه خپاره کړل. په دغو انځورونو کې د امریکا لپاره د اسرائیل او لبنان سفیران د مېز پر مخالفو خواوو ناست وو، او امریکايي چارواکي د مېز په سر کې ځای پر ځای شوي وو. د غونډې له ګډونوالو څخه یو هم په اسرائیل کې د امریکا سفیر مایک هکبي و.د اسرائیل سفارت امریکا غږ ته ویلي چې خبرې اترې د ځايي وخت له مخې د ماسپښین تر ۳ بجو پورې روانې وې.اسرائیل او لبنان د سولې د خبرو لومړی پړاو د اپرېل په ۱۴مه د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې ترسره کړی و او دواړو خواوو دوه ورځې وروسته د اسرائیل او حزب الله په شخړه کې د لنډمهال دپاره د اوربند موافقه وکړه.له هغه وخت راهیسې دغه اوربند څو ځله غځول شوی خو حزب الله هغه په رسمیت نه دی پېژندلی او پر اسرائیل یې د راکټونو او نورو بریدونو لړۍ روانه ساتلې ده. حزب الله د مارچ په لومړیو کې دغه بریدونه د ایران سره د ملاتړ په موخه پیل کړي وو ځکه چې ایران د امریکا او اسرائیل د ګډو عملیاتو تر فشار لاندې و.اسرائیلي ځواکونو د دغو بریدونو په ځواب کې د لبنان په جنوب کې ځینې سیمې نیولې او تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي، څو د حزب الله فعالیتونه محدود کړي.د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ په خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشل کې په یو لړ پیغامونو کې وویل چې هغه د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د منځګړو له لارې د حزب الله له استازو سره خبرې کړي او دواړه لوري یې د ډزو او بریدونو د بندولو تر کچې موافقې ته رسولي دي.خو د سهشنبې په ورځ جګړې بیا هم دوام درلود. د اسرائیل پوځ راپور ورکړ چې له سپېدو مخکې درې برید کوونکې بېپیلوټه الوتکې د اسرائیل خاورې ته داخلې شوې.پوځ وویل چې یوه یې پر ځمکه ولګېده خو مرګ ژوبله یې وانه ړوله، او هوايي ځواکونو نورې دوه نسکورې کړې دي.د اسرائیل دفاعي ځواکونو (IDF) هم وویل چې دوی لا هم په جنوبي لبنان کې عملیاتو ته دوام ورکوي او د حزب الله جنګیالي او د هغوی زیربناوې په نښه کوي.د لبنان ملي خبري اژانس رپوټ ورکړ چې اسرائیلي جنګي الوتکو د سهشنبې په ورځ د هېواد په جنوب کې نور هوايي بریدونه هم ترسره کړي دي.د لبنان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې ولسمشر جوزف عون د سهشنبې په ورځ یوې مسلکي غونډې ته ویلي چې له اسرائیل سره د خبرو اترو پرته بله لاره نشته. نوموړي وویل چې د اسرائیل او حزب الله څو میاشتنې جګړې شاوخوا ۳۰۰۰ لبنانیان وژلي، چې ملکي وګړي هم پکې شامل دي، او له یو میلیون څخه ډېر کسان یې بېځایه کړي دي.لبنان د جګړې پر مهال د وژل شویو حزب الله جنګیالیو شمېر نه خپروي. د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ په عامه وینا کې وویل چې اسرائیل د مارچ له پیل راهیسې د حزب الله ۳۰۰۰ جنګیالي وژلي، چې ۷۰۰ یې یوازې په تېره یوه میاشت کې وژل شوي دي.د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سهشنبې په ورځ د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې په غونډه کې وویل چې د اسرائیل او لبنان د مذاکره کوونکو لپاره یوه ستره ننګونه دا ده چې څنګه حزب الله بېوسلې کړي او په عین حال کې د ولسمشر عون او د لبنان د قانوني حکومت ملاتړ پیاوړی کړي.روبیو وویل: «د لبنان د وسلهوالو ځواکونو (LAF) وړتیاوې لا هغه کچې ته نه دي رسېدلې چې ورته ضرورت لیدل کیږي، او په دې ځواکونو کې ځینې داسې عناصر هم شته چې د اړتیا وړ رول نه لوبوي، ځکه کله ناکله له حزب الله سره همکاري او اسانتیا برابروي. نو وضعیت ډېر پېچلی دی.»روبیو همدارنګه د حزب الله د مشر نعیم قاسم د مې د ۲۴مې نېټې تلویزیوني وینا یادونه وکړه، چې پکې هغه د لبنان د حکومت د نسکورولو غوښتنه کړې وه. قاسم پر حکومت د اسرائیل سره د سولې په خبرو کې د ګډون له امله نیوکه کړې وه.روبیو وویل: «هیڅوک باید په دې اړه په غلط تصور کې پاتې نشي. حزب الله یوازې د اسرائیل او امریکا دښمن نه دی؛ بلکې د لبنان او د لبنان د خلکو دښمن هم دی.»
د امریکا په منځګړیتوب د اسرائیل او لبنان تر منځ د خبرو څلورم پړاو
د اسرائیل او لبنان حکومتونو د سهشنبې په ورځ (جون ۲) د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د سولې د خبرو اترو څلورم پړاو ترسره کړ. دا په داسې حال کې ده چې اسرائيلي ځواکونو د لبنان په جنوب کې د حزب الله پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی.









