د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته تازه خبرداری ورکړی چې په چټکۍ لاس په کار شي ځکه چې "وخت په تېرېدو دی."ټرمپ د یکشنبې په ورځ [مې ۱۷مه] د تروت سوشیل په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې "د ایران لپاره وخت تېرېږي، غوره به وي چې په چټکۍ حرکت وکړي، که نه نو هېڅ به ترې پاتې نه شي."د متحدو ایالتونو ولسمشر ندي په ډاګه کړي چې ایران به له کومو پایلو سره مخ شي خو دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د واشنګټن او ایراني رژیم ترمنځ شخړې دوام لري او د تهران د اټومي پروګرام په اړه خبرې اترې په ماتېدونکي حالت کې دي.د یو بل خبر له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د یکشنبې په ورځ په تهران کې د ایران د پارلمان له مشر محمد باقر قالیباف سره کتلي دي.د ایران حکومت ته نږدې یوه خبري آژانس لیکلي چې نقوي د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان سره هم کتلي دي.د پاکستاني او ایراني چارواکو غونډه وروسته له هغې کېږي چې تېره اونۍ ایران او امریکا په منځني ختیځ کې د شخړو د هوارولو په اړه د یو بل وروستي وړاندیزونه رد کړل.په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) وايي چې امريکايي پوځیانو تراوسه پورې د هرمز په تنګي کې د روانې محاصرې په ترڅ کې د ۸۱ سوداګریزو کښتیو د حرکت لار بدله کړې ده.سنټکام د یکشنبې په ورځ په خپلې اېکس پاڼې کې لنډ پیغام خپور کړی او لیکلي چې "د مې تر ۱۷مې پورې، امریکایي ځواکونو د اجرااتو د ډاډمنولو لپاره د ۸۱ سوداګریزو کښتیو لار بدله کړې او څلور کښتۍ یې له کاره غورځولې دي."امریکايي پوځیانو ویلي چې د هرمز تنګي محاصره لاهم دوام لري.