د اروپايي ټولنې مشرانو د جمعې په ورځ (د جون ۵مه) په مونټینیګرو کې د اروپايي ټولنې او لوېدیځ بالکان د سرمشریزې له جوړېدو مخکې د فرانسې، جرمني او سربیا له مشرانو سره وکتل. د اروپايي کمیسیون مشرې اورزولا فن ډر لاین او د اروپايي شورا مشر انتونیو کوستا د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون، د جرمني له صدراعظم فریدریش مرس او د سربیا له ولسمشر الکساندر ووشیچ سره د سرمشریزې تر پیل مخکې د تیوات په ساحلي ښار کې لیدنه وکړه.د بحث یوې طرحې له مخې، جرمني او فرانسې وړاندیز کړی چې هغو هېوادونو ته چې غواړي د اروپايي ټولنې غړیتوب ترلاسه کړي، تر غړیتوب لا دمخه د اروپايي ټولنې په پروګرامونو کې د ګډون او واحد بازار ته د لاسرسي زیات فرصتونه ورکړل شي.د سند له مخې هدف دا دی چې د جمعې ورځې د سرمشریزې او همدارنګه د همدې میاشتې په وروستیو کې له مالدووا سره د بلې سرمشریزې نه مخکې اروپايي ټولنې کې د ۲۷ غړو هیوادونو د پراختیا په اړه بحثونه وشي.د اوکراین پر ضد د روسیې د جګړې له امله د اروپايي ټولنې د پراختیا موضوع د دې ټولنې د اجنډا مهمه برخه ګرځېدلې ده.اوکراین لېواله دی چې د اروپايي ټولنې غړیتوب ترلاسه کړي، څو خپل ځای د اروپا په سیاسي اصلي بهیر کې ټینګ وساتي.
د اروپايي ټولنې او لوېدیځ بالکان په سرمشریزه کې د بحث مهم ټکي
د اروپايي ټولنې مشرانو د جمعې په ورځ (د جون ۵مه) په مونټینیګرو کې د اروپايي ټولنې او لوېدیځ بالکان د سرمشریزې له جوړېدو مخکې د فرانسې، جرمني او سربیا له مشرانو سره وکتل.








