د ۲۰۲۶ د فوټبال نړیوال جام ته د تیاري په لړ کې د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د دوشنبې په ورځ (جون لومړۍ ) د متحدو ایالتونو د ټکساس ایالت په ډالاس ښار کې د جام د لوبو د خپرونو نړیوال مرکز پرانیست.په دې مرکز کې چې د ډالاس ښار د «کې بېلي هچیسن» د غونډو په ستر تالار کې پرانیستل شوی، په سلګونو مونیټورونه فعال شوي دي. د پرانیستنې په مراسمو کې د فیفا مشر جیاني اینفانټینو هم ګډون کړی و.د نړۍ په بیلا بیلو هېوادونو کې د نړیوال جام د لوبو خپرونې به له همدې مرکز څخه تنظیمیږي. دا مرکز به د لوبو د ویډیویي ارزونو ترڅنګ په متحدو ایالتونو، کاناډا او مکسیکو کې له ۱۶ لوبغالو څخه ویډیويي خپرونې کنټرولوي.د نړیوال جام د تلویزیوني، راډیويي او ډیجیټلي خپرونو دا مرکز ۴۵ زره متر مربع پراخوالی لری او دوه زره کسان پکې په کار ګمارل شوي دي.متحده ایالتونه له کاناډا او مکسیکو سره په ګډه د سږکال د نړیوال جام کوربه توب کوي. د جام رسمي لوبې د جون په ۱۱مه پیلیږي او د جولای تر ۱۹مې دوام کوي.متحدو ایالتونو له دې وړاندې په ۱۹۹۴ کال کې د فوټبال د نړیوال جام کوبه توب کړی و. د هغه جام د لوبو د خپرونو مرکز هم په ډالاس کې پرانیستل شوی و.د ۲۰۲۶ نړیوال جام نهه لوبې په شمالي ټکساس کې کیږي او لومړی لوبه به د جون په ۱۴مه د ارلینګټن په ډالاس لوبغالي کې د هالنډ او جاپان ترمنځ وي.