د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تروت سوشل کې د یوه پیغام په خپرولو سره د شنبې په ماښام سپینې ماڼۍ ته نږدې د یو بریدګر په وړاندې د امنیتي مامورینو اقدامات وستایل.ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې د امنیتي ځواکونو ستاینه کړی چې یوه بریدګر د شنبې په ماښام سپینې ماڼۍ ته نږدې پر امنیتي مامورینو ډزې وکړې.د امریکا د مخفي خدماتو ادارې وویل" شکمن کس وروسته له هغه چې د مخفي خدماتو د ادارې د کارکوونکو له خوا پرې ډزې وشوې روغتون ته انتقال شو او هلته یې ساه ورکړه."ولسمشر ټرمپ په خپل پیغام کې لیکلي:" زموږ د عالي مخفي خدماتو د مامورینو او قانون پلي کوونکو څخه مننه چې نن ماښام یې سپینې ماڼۍ ته نږدې د یوه وسله وال پر وړاندې چې تاوتریخجنه تاریخچه لري چټک او مسلکي اقدام وکړ."د امریکا د مخفي خدماتو ادارې، په واشنګټن ډي سي کې د شنبې د ماښام له پيښې وروسته وویل چې بریدګر د اولسم سړک او پنسلوانیا واټ ترمنځ له خپل بکس څخه وسله بهر کړه او ډزې یې پیل کړې.ولسمشر ټرمپ په خپل پیغام کې زیات کړې، بریدګر سپینې ماڼۍ ته نږدې د مخفي مامورینو سره د ډزو په تبادله کې وژل شوی دی.ولسمشر ټرمپ ویلي:"دا پېښه د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د ماښامنۍ پر مهال له ډزو یوه میاشت وروسته کیږي او دا په ډاګه کوي چې د راتلونکو ټولو ولسمشرانو لپاره په واشنګټن ډي سي کې د خوندي او امن ځای تر لاسه کیدل څومره مهم دي.زموږ د هیواد ملي امنیت یې غوښتنه کوي!"په واشنګټن ډي سي کې د شنبې د ماښام له پيښې وروسته امنیتي ځواکونو د پیښې سیمه کلابنده کړه او یو شمیر سړکونه وتړل شول.