د پاکستان صدراعظم شهباز شریف یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه غوښتي دي چې د ترهګرو ډلو په ضد جدي اقدمات وکړي.ښاغلي شریف د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې په یوې غونډې کې ویلي دي چې پاکستان به په خپلې خاورې کې د ترهګرو رېښې وباسي.هغه همدغه را د طالبانو څخه هم وغوښتل چې په افغانستان کې دننه د هغه په وینا د مېشتو ترهګرو ډلو په ضد جدي اقدامات وکړي. پاکستان وايي چې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ غړي او مشران په افغانستان کې دي او افغان طالبان یې ساتي.خو د طالبانو حکومت تل دا تورونه رد کړي دي او وايي چې هېچاته به اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو په ضد وکاروي.تر دې مخکې سپینې ماڼۍ ویلي وو چې هر ډول ترهګري غندي او له ټولو خواو څخه غواړي چې اجاره ورنه کړي ترهګر یې له خاورې څخه د نورو په ضد کار واخلي.شهباز شریف دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې په پاکستان کې تېره اونۍ د دغه هېواد په امنیتي ځواکونو باندې ځينې خونړي بریدونه وشول چې لسګونه کسان په کې ووژل شول او ژوبل شول.پاکستان د خیبرپښتونخوا د بنو له برید څخه وروسته، چې ۱۵ پولیس په کې ووژل شول، په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت یو دیپلومات احضار کړ او په دې اړه یې ورته خپله جدي اندېښنه څرګنده کړه. اسلام اباد اباد وايي دا برید هغو ترهګرو کړی، چې په افغانستان کې دي.